اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

ټام ویست په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه له سعودي چارواکو سره سلا مشورې وکړې

دید خبری آژانس د خبر له مخې: د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویست په افغانستان کې د بشری حقوقو د وضعیت په اړه د سعودی عربستان له یو شمیر چارواکو سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.

ښاغلي ویست د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال ولید الخریجي، په امریکا کې د سعودي له پخواني سفیر ترکي بن فیصل آل سعود، د شهزاده سلمان بنسټ له مشر او د دغه هېواد له یو شمېر نورو چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.

د پنجشنبې په سهار (قوس ۲۳)، ویست په ایکس پاڼه کې د سعودي چارواکو سره د خپلو غونډو په اړه راپور ورکړ.

ټام ویسټ ویلي دي چې ده او د سعودي عربستان چارواکو «په افغانستان کې د ګډ امنیت، بشري حقونو او بشري ګټو د همغږۍ» په اړه خبرې کړې دي.

تر دې مخکې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو د سازمان له ځانګړي استازي طارق علي بخیت سره له افغانستان سره د بشري مرستو، د افغان کډوالو او ښځو د وضعیت په اړه خبرې کړې وې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا