اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

جمهوررئیس غني: افغانان چمتووالی لري چې د سولې پروسه رهبري کوي

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئيس محمد اشرف غني نن د عدم انسلاک غورځنګ غړو هېوادونو د مشرانو په اتلسمه غونډه کې چې د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې جوړه شوې وه، ګډون او وینا وکړه.

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئيس محمد اشرف غني نن د عدم انسلاک غورځنګ غړو هېوادونو د مشرانو په اتلسمه غونډه کې چې د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې جوړه شوې وه، ګډون او وینا وکړه.
د ارگ په نقل، د غونډې په پیل کې د وینزویلا جمهوررئیس نېکولاس مادورو وینا وکړه او د عدم انسلاک غورځنګ دوره یې ریاست چې تر دې مهاله د وینزویلا په غاړه و، په رسمي ډول د اذربایجان جمهوررئیس ته انتقال کړ.
جمهوررئیس غني په دغه غونډه کې د وینا پر مهال د اوسنۍ نړۍ په جوړښت کې تخریبي تغییراتو ته په اشارې وویل، ایا دا تغییر د نویو بدلونونو لپاره په یوه تسریع کوونکي عامل بدلېږي، که په ویجاړونکي قوه، د اوسني جوړښت د تعبیر په برخه کې زموږ د مدیریت او رهبرۍ څرنګوالي او کیفیت ته په ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه زموږ د خلکو د اړتیاو او هیلو د ترلاسه کولو ځواب ویونکی سبک دی.
د هیواد جمهوررئیس د اوسنۍ نړۍ د جوړښت مشخصاتو ته په اشارې وویل، دغه مشخصې به زموږ د ستراتېژۍ او پالیسیو ځانګړنې تعریف کړي. هغه زیاته کړه، یو له دغو مشخصو څخه د فرامرزي تروریستي شبکو منځ مهاله او اوږدمهاله ګواښ دی چې د دولتونو ترمنځ د تېر په پرتله زیاتې همکارۍ او انسجام ته اړتیا لري.
جمهوررئیس غني له تاسیس وروسته د عدم انسلاک غورځنګ پام وړ لاسته راوړنې یادې کړې او وې ویل، بدبختانه موږ د زیاتو ناکامیو شاهدان هم وو. د پخوانۍ یوګوسلاویا رانسکورېدل او په تعقیب یې قومي تصفیه، دغه راز په روانډا کې ټول وژنه د هغو پېښو له ډلې څخه وو چې د بشري ارزښتونو او انساني وقار نقیضه یې لرله، له ټولو ناکامیو باید دعبرت درس واخلو.
د هیواد جمهوررئیس وویل، افغانان له څلوېښت کلونو راپدیخوا له بې نظمۍ او ګډوډۍ سره مخ دي او د وخت د ترټولو سترو فاجعو د ایجاد په خاطر پر میدان بدل شوي او استفاده ورڅخه شوې ده. هغه زیاته کړه افغانستان د عدم انسلاک غورځنګ غړی او د بې طرفۍ کلک پلوي وو، خو په ۱۹۷۹ کې پر افغانستان د شوروي تېري زموږ ژوند راخراب کړ. د هغه ویجاړي کچه چې زموږ ولس ته رسېدلی وحشتناکه ده، یو نیم میلیون شهیدان، یو میلیون معلول، کابو لس میلیونه مهاجر او میلیونونه افغانان داخلي بې ځایه شوي دي. د نړیوال بانک د اټکل لمخې له ۱۹۷۸ نه تر ۲۰۰۱ کاله پورې افغانستان ته په زېربنایي او د لاسه تللو فرصتونو په برخه کې تر ۲۴۰ میلیارد ډالرو زیات زیان اوښتی دی.
جمهوررئیس غني په ناټو سازمان او له هغې نه بهر د افغانستان د شریکانو له مرستو او همکاریو مننه وکړه او وې ویل، په ۲۰۱۵ کال کې افغان امنیتي ځواکونو ته د مسوولیتونو په لېږد سره د امریکایي ځواکونو تلفات له هغه مهاله تر اوسه پام وړ کم شوي او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه ۹۰ سلنه عملیات په یواځې ډول ترسره کوي.
جمهوررئیس زیاته کړه، په هغه صورت کې چې طالبان او ملاتړي یې زموږ د سولې وړاندیز ومني د بین المللي قواو شمېر به د اوس په پرتله زیات راکم شي. متاسفانه طالبان چې نشه یي توکيو او په بین المللي سطحه یې تروریستي شبکو ته د پټنځایونو او فعالیت زمینه برابره کړی زموږ د نابودولو په خاطر یې د ملکي افغانانو په وژنه یې لاس پورې کړی او د تاوتریخوالي او ویجاړۍ د مفکوري د پراختیا په حال کې دي.
جمهوررئیس څرګنده کړه: “په همدې موخه تلپاتې سوله افغان حکومت ته اساسي لومړیتوب دی او موږ کاملاً افغانانو او سیمې ته د سولې د راوستو په برخه کې متعهد یوو.” هغه زیاته کړه، افغانستان د عدم انسلاک غورځنګ د اصولو پر بنسټ خپلو ټولو ګاونډیانو ته د دوستۍ لاس ورکړی او یو ځل بیا طالبانو ته د خپلې سولې د وړاندیز پیشکش کوو.
د هیواد جمهوررئیس ولسواکي، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پیاوړتیا، نسلي تغییر او د اسیا پر اقتصادي څلورلار د افغانستان بدلېدل هغه تغییرات وبلل چې نننۍ افغانستان یې د اتلس کالو مخکېني افغانستان سره متفاوت کړی دی. هغه زیاته کړه، په افغانستان کې ولسواکۍ ځای نیولی او موږ تېر کال په بریالي ډول د ولسي جرګې او تېره میاشت په شفاف ډول د جمهوري ریاست ټاکنې ترسره کړې چې په راتلونکو ورځو کې به یې پایلې اعلان شي.
جمهوررئیس غني څرګنده کړه، موږ د خپل امنیت مسوول یوو، د افغانستان زړور امنیتي او دفاعي ځواکونو په مېړانه زیاتې قربانۍ وزغملي ترڅو د افغان ولس امنیت او ازادي خوندي کړي. هغه زیاته کړه په افغانستان کې د قانون حاکمیت او حکومتولۍ بنسټ اېښودل شوی او زموږ ټولې اړیکې د اساسي قانون د چوکاټ له لارې تنظیمېږي.
د هیواد جمهوررئیس د عدم انسلاک غورځنګ غړو ته څرګنده کړه، افغانستان د ا سیا پر اقتصادي څلورلار د بدلېدو په حال کې دی. په وچې پورې تړلی یو هیواد ویاړ لري چې د منځنۍ او جنوبي اسیا د اتصال په مرکز بدلېږي. هغه زیاته کړه، افغانان اوس په خپلې استازولۍ خبرې کوي او په بېلابېلو برخو کې په مختلفو سطحو خپل لیدلوري بیانوي.

جمهوررئیس غني وویل، دغو ټولو تغییراتو ته په کتو افغانان عام او تام چمتووالی لري چې د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسه رهبري کړي، د افغانستان حکومت او خلک به له ټولو شریکانو سره د سولې پروسه مخته یوسي چې تلپاتې سولې ته ورسېږو.
جمهوررئیس دغه راز وویل، موږ پر خپل ځان د بسیاینې په لټه کې هم یوو، موږ تر ۹۰ سلنې د خپلو عوایدو د زیاتوالي وړتیا لرو. په لنډه موده کې به ولسواک افغانستان خپلو ګاونډیانو او اسیایي شریکانو ته امن او باثباته سرمایه او دغه راز به د نړیوالې ټولنې او عدم انسلاک غورځنګ بااعتماده شریک واوسي.
جمهوررئیس په ټینګار سره وویل، د عدم انسلاک د مثبت شکل په صورت کې چې د بې طرفۍ د اصل معنی او د لوبې هغو قواعدو ته چې موږ یې ۶۰ کاله مخکې بنسټ اېښی وو، پابند واوسو، نو له افغانستان څخه باید د ځواکونو د نیابتي جګړې د میدان او د نړۍ او ګاونډیو هیوادونو څخه د نابللو عناصرو د صادراتو په توګه استفاده ونه شي. هغه زیاته کړه، موږ په سوله او هوساینه کې د ژوند حق لرو او خپل دغه هدف ترلاسه کوو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا