اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیاروستي خبرونهسیاستسیمه

د ایراني پلاوي او کابل ترمنځ د سړک ترانسپورت په اړه غونډه وشوه

دید خبري آژانس: د افغانستان د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت اعلان کړی، چې له ایراني پلاوي سره یې د سړکونو د لېږد په اړه غونډه کړې ده.

د افغانستان د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د سه شنبې په ورځ (د کب ۱۴) اعلان وکړ چې د دغه وزارت یوه پلاوي له یوه ایراني پلاوي سره د «نړیوال سړک ترانسپورت» په اړه خبرې کړې دي.

د خبرځاى د څرګندونو له مخې: د دغو دوو هيئتونو غونډه پرون په کابل کې جوړه شوه.

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي: په دې غونډه کې د ټرانسپورټي جوازونو د برابرولو، د نړیوال سړک د ټرانسپورټ د لګښتونو د کمولو او نورو مسایلو په اړه خبرې وشوې او لازم تصمیمونه ونیول شول.

دغه وزارت په دې ناسته کې د شویو پرېکړو جزییات نه دي خپاره کړي.

د ترانسپورت وزارت وايي، په دغه پلاوي کې د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال، د مالیې، بهرنیو چارو او د صنعت او سوداګرۍ وزارتونو استازي شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو ورځو کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د سرپرست په مشرۍ یو تخنیکي پلاوي ایران ته سفر کړی او د دغه هېواد له چارواکو سره یې د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو او د چابهار د ازادې سوداګرۍ په سیمه کې د نمایندګۍ د جوړېدو په اړه خبرې کړې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا