اسلایدشوروستي خبرونهسیاستسیمه

سیمه‌ییز تحولات؛ د روسیې او پاکستان د سیاسي خبرو اترو پنځم پړاو

ډید خبري اژانس: د روسیې او پاکستان ترمنځ د سیاسي مشورو پنځم پړاو پیل شو. سیمه ایز او نړیوال پرمختګونه په اجنډا کې دي.

پاکستان او روسیې د سه شنبې په ورځ (د جوزا په ۳۰ مه) د دواړو هېوادونو ترمنځ د لا زیاتو اړیکو لپاره دوه اړخیزې سیاسي مشورې وکړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دوه اړخیزو سیاسي مشورو پنځم پړاو به د جون په ۲۰مه په اسلام اباد کې ترسره شي.

د روسي پلاوي مشري به د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر اندري رودینکو کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر اسد مجید خان هم د پاکستاني پلاوي مشري کوي.

دواړه خواوې به د دوه اړخیزو اړیکو وضعیت بیاکتنه وکړي، د لا زیاتو همکاریو لپاره د دوه اړخیزو ګټو ساحې په ګوته کړي او د مهمو سیمه ایزو او نړیوالو پرمختګونو په اړه د نظرونو تبادله وکړي.

پاکستان او روسیه چې د سړې جګړې او په ځانګړې توګه پر افغانستان د شوروي د یرغل پر مهال په مخالفو کمپونو کې وو، اوس یې نږدې اړیکې ټینګې کړې دي.

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د روسيې د تېلو لومړۍ جوپه په ارزانه بيه د کراچۍ بندر ته ورسېده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا