اسلایدشوامنیت و حوادثروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقی

څه دپاسه يو ټن نشه يي توکي د ايران د سرحدي ساتونکو له خوا د افغانستان په پوله کې کشف او ترلاسه شول

دید خبری آژانس: د ایران د پوله ساتو ځواکونو د افغانستان پولې ته نږدې د ۱۲۳۰ کیلو ګرامه نشه ایزو موادو د کشف خبر ورکړ.

د ایرنا د خبر له مخې، احمد علي ګودرزي وویل چې دغه نشه ایز مواد په یوه ټرانزیټي موټر کښې ځای پر ځای شوي وو چې د ایراني اجنټانو له خوا کشف او ودرول شول.

د ايران د پوله ساتو د قوماندان په وينا، دغه موټر د میلك په پوله كې کشف او يو تن يې د نشه يي توكو د قاچاق په تور نيولى دى.

احمد علي ګودرزي وويل، چې کشف شوي نشه يي توکي چرس وو، چې په مهارت سره په موټر کې ځاى پر ځاى شوي وو.

په تېرو څو میاشتو کې دا دویم ځل دی چې د ایران پوله ساتو ځواکونو له افغانستان سره پر پوله د نشه يي توکو د کشف خبر ورکوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا