اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثروستي خبرونه

لږ تر لږه شپږ افغانان په مانش کانال کې ډوب شول

ډیډ خبری آژانس: د ۶۰ مهاجرو کښتۍ چې غوښتل یې د انګلیسي کانال له لارې بریتانیا ته ننوځي، ډوبه شوه.

د شنبې په سهار په یوه کښتۍ کې ۶ تنه افغانان مړه شول چې شاوخوا ۶۰ تنه کډوال یې غوښتل چې د انګلیسي کانال له لارې بریتانیا ته ولاړ شي.

نور «له ۵ څخه تر ۱۰» کسان لا هم ورک دي.

د بولون سورمر د څارنوالۍ مرستیال فیلیپ سباتیر ​​ای ایف پي ته وویل چې شپږ تنه وژل شوي چې ټول یې افغانان دي.

هغه زیاته کړه، چې په دې کښتۍ کې ډېری مسافر افغانان او یو شمېر سوډانیان هم وو.

هغه وویل چې ټولټال ۴۹ کسان ژغورل شوي، ۳۶ کسان د فرانسې او ۱۳ کسان د برتانیا ساحل ساتونکي ژغورلي دي.

د فرانسې د څارنوالۍ دفتر اعلان کړی، چې دا پېښه نن سهار شاوخوا دوه بجې د فرانسې د شمالي ساحل په اوبو کې شوې ده.

د فرانسې د چینل او د شمالي سمندر د پولیسو د څانګې لخوا په خپره شوې بیانیه کې همداراز راغلي دي: ۶ تنه په نازک حالت کې موندل شوي او یو تن چې د هلیکوپتر په واسطه د کالیس روغتون ته ولیږدول شو، مړ اعلان شو.

د دغه رپوټ پر بنسټ، د دغې حادثې ۵ تنه نور قربانیان هم د سمندر د ژغورنې د ملی ټولنې (SNSM) د بېړۍ په واسطه له څپو څخه را ایستل شوی او ټول د کالیس بندر ته له رسېدو وروسته مړه شوی دی.

د بولون سورمر د عامه څارنوالۍ دفتر، چې د دې پېښې په اړه یې څېړنې پیل کړي، اعلان کړی چې په دې پېښه کې د وژل شویو کسانو په منځ کې لومړنی قرباني یو افغان و، چې عمرونه یې د ۲۵ او ۳۰ کلونو ترمنځ وو.

د څارنوالۍ دفتر زیاته کړه چې تر اوسه د «۵ تر ۱۰» مسافرو برخلیک معلوم نه دی.

د يادونې وړ ده، چې دوه کاله وروسته چې طا-لبانو پر افغانستان واک تر لاسه کړ، د دغه هېواد وګړي ډېر کله خوندي او مناسب ځاى ته د رسېدو په لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا