اسلایدشوکلتور او ادب

په خبرګزاری دید کې د فارسي دري ژبې تر څنګ د پښتو ژبې برخه هم فعاله شوه 

چې پښتو زموږ د هېواد له رسمي ژبو ځنې یوه ژبه ده، چې ډېر هېوادوال مو پرې خبرې کوي.

دا ژبه د آریايي ژبو یوه څانګه او له هندو-اروپايي ژبو ځنې ګڼل کېږي او د پخواني آریايي ژبو؛ لکه سانسکریت او زند سره نېغ په نېغه خپلوي لري. د پښتو ژبه په پښتون قوم پورې اړوند ده او د پښتو لفظ په ریګویدا کې په پکهت ډول راغلی او د بخدي یا بختي، چې په اوستا کې باختر او بلخ ته ویل شوی دی،اړه لري. هرودت یونانی مورخ هغه پکتیس او سیمه یې پکتیا نومولې او بطلیموس ورته پکتین لیکلی دی.

په پښتو ژبه ړومبی درسي کتاب په احمدشاهي پېر کې پیر محمد کاکړ د معرفه الافغاني په نامه ولیکه او تر هغه روسته د پښتو ژبې د  افعالو پښویه په کال ۱۲۲۰ ه‍. ق. / ۱۸۰۵) په هند کې نواب محبت خان د حافظ رحمت الله زوی ولیکه او د رحمت الله خان بل زوی نواب الله یار خان په کال ۱۲۲۲ ه‍. ق. / ۱۸۰۸ م. د عجایب اللغات په نامه د پښتو د لغاتو کتاب ولیکه. د ۱۲۹۰ ه‍. ق. / ۱۸۷۳ م.  کال په شاوخوا کې.

امیر شیر علي خان  عسکري القاب او عناوین په پښتو وژباړل او تر ۱۳۰۰ ه‍. ق. / ۱۸۸۲ م. کال روسته په کابل خورا ډېر کتابونه په پښتو خپاره شول. تر ۱۹۲۰ م کال روسته، چې پشتو مرکه په کابل کې جوړه شوه، په پښتو ډېر درسي او ګرامري کتابونه ولیکل شول . او په ۱۹۳۷ م کال په کابل کې پښتو ټولنه جوړه او په پښتو نور کتابونه هم ولیکل شول .

د خبرګزاری دید له سیاستونو ځنې یو یې هم دادی، چې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د هېواد رسمي فرهنګونو  او ژبو درناوی وکړي او په خواشینۍ، چې په افغانستان کې داسې کومه مرجع هم نشته، چې دې ګډوډ حالاتو ته سمون ورکړي.

په خواشینۍ، چې په افغانستان کې هم پښتو او هم دري ژبې پرمختګ نه دی کړی او په ژبینو تعصباتو کې راګېر دی.

حال داچې په پرمختللیو هېوادونو؛لکه جاپان او ان په ګاونډي هېوادونو کې یې د خپل ژبو به رغاونه لاس پورې کړی او د ادب د فرهنګستانونو په جوړولو یې د پردیو له کلتوریز او ژبنیو یرغل سره مقابله کړې او په دې لار کې یې خورا لاس ته راوړنې هم لري. د دید خبرګزاری، چې له شپږو میاشتو را پدېخوا په دري او انګلیسي ژبو فعالیت کوي او تر اوسه یې د پښتو برخه فعاله نه وه او د دري او انګلیسي ژبو ترڅنګ د دید د خبرګزاری یوه لېوالتیا د پښتو برخې فعالول ول او هیلمن یم، چې په دې باب یو لړ ګټور او اغېزمن ګامونه پورته کړو، چې له نېکه مرغه دا برخه هم فعاله شوه او هیلمن یم، چې پښتو ژبو هېوادوالو ته مو یو اغېزمن ګام وي . د خبرګزاری دید اداره- کابل.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا