اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهټولنه

ملګري ملتونه: ۱۵ میلیونه افغانان لا هم کافي خواړه نه لري

دید خبري آژانس: ملګري ملتونه وايي، د دغه سازمان د پراخو مرستو په پایله کې د هغو افغانانو شمېر چې کافي خواړه نه لري، له ۱۵ میلیونو څخه اوښتی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د افغانستان له خلکو سره د پراخو مرستو په پایله کې په دغه هېواد کې د هغو کسانو شمېر چې کافي خواړه نه لري، په ژمي کې له ۲۰ میلیونو کسانو څخه د ۲۰۲۳ کال په مې میاشت کې ۱۵ میلیونو ته راټیټ شوی دی.

خو د ملګرو ملتونو دغې ادارې په دې وروستیو کې په یوه ټویټ کې ویلي، چې باید دا یقیني شي، چې د خوړو نړیوال پروګرام او د هغې د شریکانو په دوامداره مرستو سره به په افغانستان کې میلیونونه زیانمنونکي خلک د مرستو پر سر پاتې نه شي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې په افغانستان کې شاوخوا ۲۹ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

بايد يادونه وسي چې له افغانستان څخه د لويديځ تر وتلو وروسته ملګرو ملتونو په تېرو دوو کلونو کې له افغانانو سره د مرستې لپاره پراخ پروګرامونه په لاره واچول، خو اوس د بوديجې له کمښت سره مخ دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا