افغانستانروستي خبرونهسیاست

ملي امنیت سلاکار: افغانستان ډېره وده کړې او نوې بڼه یې باید وپېژندل شي

د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب وايي، چې په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې افغانستان تر پخوا ډېره وده کړې او بدل شوی، له همدې امله باید نړۍ نوی افغانستان وپېژني او په نوي دید ورته وګوري.

د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب وايي، چې په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې افغانستان تر پخوا ډېره وده کړې او بدل شوی، له همدې امله باید نړۍ نوی افغانستان وپېژني او په نوي دید ورته وګوري.
د دید خبری آژانس به رپوت، په کابل کې د ډنمارک له نوي ټاکل شوي سفیر مایکل لوند جېپسن سره په کتنه کې هغه ټینګار وکړ، چې په دې اړه د دنیا او همکارو هیوادونو رول له نظره نه شي غورځول کېدلای او ټول افغانان یې منندوی دي. ده په ځانګړې ډول د ډنمارک یادونه وکړه، چې په مختلفو برخو کې یې زموږ له هیواد سره همکاري کړې او دا لړۍ لاهم دوام لري.
د ډنمارک سفیر له ملي امنیت سلاکار سره د لیدو په اړه د خوښۍ د څرګندولو ترڅنګ ژمنه وکړه، چې هیواد به یې افغانانو سره ګډ کار ته دوام ورکړي. ده وویل، چې د افغانستان د تېرو څو کلونو لاسته راوړنې له پامه نه شي غورځول کېدلای او دده هڅه به هم دا وي، چې ددې لاسته راوړنو د دوام لپاره په کابل کې د خپل هیواد ښه استازولي وکړي.
ملي امنیت سلاکار وویل، افغانستان لاهم له یو شمېر ستونزو سره مخامخ دی، چې پر وړاندې یې مبارزه روانه ده، خو دا په دې مانا نه ده، چې موږ مثبت تصویر او لاسته راوړنې نه لرو. ده وویل، چې له کابله نیولې تر ټول افغانستانه د رغونې، امنیت، له فساد سره مبارزې او داسې نورو برخو کې ښې لاسته راوړنې موجودې دي، چې باید پیاوړې او په عین حال کې د دنیا له لوري وپېژندل شي.
ده ټینګار وکړ، چې حکومت په پام کې لري د هرې تشې د ډکولو په دوام خدمات تر هر افغانه ورسوي او دا باور رامنځته شي، چې نور خلک اړ نه دی د خپلو ستونزو د حل لپاره نورې لارې او خواوې ولټوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا