اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

د اوسلو د غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت پر جوړولو ټینګار وکړ

دید خبري آژانس: د اوسلو د غونډې ګډونوالو له طا-لبانو وغوښتل چې له نړیوالې ټولنې سره خپلې ژمنې پوره کړي.

د اوسلو له غونډې څخه رپوټونه وايي چې د غونډې برخه والو د افغانستان پر وضعیت د نظر تبادله وکړه او د یوه ټول شموله حکومت پر جوړولو یې ټینګار وکړ.

دوی د طا-لبانو د ژمنو او نړیوالې ټولنې او همدارنګه د نجونو د تعلیم په اړه هم خبرې وکړې.

ګډونوالو د بین الافغاني خبرو د پیل پر اړتیا ټینګار وکړ لکه څنګه چې د دوحې په تړون کې غوښتنه شوې ده.

د دغه راپور پر بنسټ، په دې غونډه کې د بهرنیو چارو له وزارت څخه عبدالقهار بلخی، د کورنیو چارو له وزارت څخه شمس الدین منصور او د دفاع له وزارت څخه روح الله عمر ګډون کړی وو.

دغه راز په دې غونډه کې د سرجنګل ګوند له لوري جعفر مهدوي، د حزب اسلامي په استازيتوب امين کريم او د مدني ټولنې په استازيتوب کاون کاکړ او کهران کاکړ هم حضور درلود.

په دې غونډه کې د امریکا، بریتانیا، قطر، ایټالیا، اندونیزیا، هند او پاکستان استازو هم حضور درلود.

د يادونې وړ ده، چې د اوسلو غونډه د روان کال د جون له ۱۳مې څخه تر ۱۵مې نېټې پورې په ناروې کې د کړکېچونو او شخړو د هواري په موخه جوړه شوې وه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا