اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

مجاهد پاکستان ته: له امریکا سره د دوحې تړون لاسلیک شو

ډید خبري اژانس: د پاکستان د پوځي چارواکو د څرګندونو په غبرګون کې د طا-لبانو ویاند ویلي چې د دوحې تړون له امریکا سره لاسلیک شوی او طا-لبان اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

ذبیح الله مجاهد ویلي چې دوی له امریکا سره دا تړون لاسلیک کړی او له پاکستان سره یې د دوحې د تړون په چوکاټ کې نه بلکې د یوه دوست هېواد په توګه چلند کړی دی.

تېره ورځ د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف د طا-لبانو پر کړنو نیوکه وکړه او ویې ویل چې په افغانستان کې د طا-لبانو حکومت د خپلو ګاونډیانو حقونو ته «درناوی» نه کوي او ترهګرو ته د پناه نه ورکولو په اړه د دوحې تړون «مراعت نه کوي».

خو ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل، طا-لبان به اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد وکارول شي او یا هم دغه هېواد ته زیان ورسوي.

هغه په ​​دې برخه کې څرګندونې «غلط فهمی» وبللې.

مجاهد ویلي، که پاکستان د پاکستاني طا-لبانو د فعالیتونو په اړه کوم اسناد ولري، ورسره به یې شریک کړي.

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د پاکستان پر امنيتي ځواکونو د ترهګرو بريدونو له زياتېدو وروسته د پوځ مشر او د دفاع وزير پر طا-لبانو نيوکې وکړې او په افغانستان کې يې د ترهګرو ډلو په پټنځايونو تورن کړل.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا