اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونهسیاست

د ښځینه فعالانو د نه خوړلو له اعتصاب وروسته افغانستان ته د آلمان د بشري مرستو د رسولو لړۍ پیل شوه

د دید خبري آژانس د خبر له مخې، د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اعتراض کې د یو شمېر ښځینه فعالانو د نه خوړلو له اعتصاب وروسته له افغانستان سره د مرستو د تعدیل اعلان وکړ.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وايي، داسې ځای ته مرستې لېږي چې ښځې پکې کار کولای شي، خو ویلي یې دي چې افغانستان ته یې د مرستو د لېږلو لړۍ «ترسره کړې» ده.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ویلي چې د دغه وزارت چارواکي له دغو اعتراض کوونکو سره په تماس کې دي او له هغوی او افغان مدني فعالانو سره مشورې ارزښت لري.

د آلمان د بهرنیو چارو د وزارت دغه چارواکي ټینګار وکړ چې برلین به مرستې ولیږدوي که چیرې دا تضمین شي چې دا مرستې به ښځو او ماشومانو ته ورسیږي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې د دغه هېواد فدرالي حکومت له طا-لبانو سره پر خپل دریځ ټینګ دی.

هغه څرګنده کړه: موږ د طا-لبانو له خوا د بشري حقونو څخه سرغړونه په کلکه غندو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو په وړاندې سیستماتیک تبعیض چې په افغانستان کې له عامه ژوند څخه په زوره ایستل کیږي.

د هغو اصلاحاتو په اړه چې افغانستان ته د بشردوستانه مرستو د لېږلو په بهیر کې یې راوستي دي، دغه وزارت څرګنده کړې ده: «چیرته چې ښځې کولای شي کار ته دوام ورکړي او چیرته چې موږ تضمین کولای شو چې ښځې او ماشومان کولای شي دغو مرستو ته لاسرسی پیدا کړي، موږ مرسته کوو.

خو د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د طا-لبانو تر واک لاندې افغانستان کې د جنسیتي تبعیض په رسمیت پېژندلو په ګډون د اعتراض کوونکو ښځو د نورو غوښتنو په اړه څه نه دي ویلي.

باید وویل شي چې په جرمني کې ښځینه فعالانو په افغانستان کې د ښځو پر کار او زده کړو د بندیز په اعتراض کې د نه خوړلو اعتصاب کړی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا