اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د عطا محمد نور او صلاح الدین رباني لیدنه؛

د صفونو پیاوړتیا د ګډ دښمن د ماتولو لپاره یو له مهمو وسیلو څخه دی

دید خبری آژانس: د جمعیت اسلامی ګوند مشر عطا محمد نور له صلاح الدین ربانی سره په کتنه کښې د صفونو او سیاسی جریانونو په پیاوړتیا ټینګار وکړ.

عطا محمد نور د چهارشنبې په ورځ (د دلو ۱۸) له صلاح الدین رباني سره د لیدنې خبر په ایکس پاڼه کې اعلان کړ.

ښاغلي نور لیکلي: له خپل ګران ورور صلاح الدین رباني سره په یوه دوستانه ناسته کې د سیاسي وضعیت په اړه د بحث تر څنګ په تصمیم نیولو کې د هماهنګۍ، تحرک او اجماع د پراختیا او پیاوړتیا په اړه مو د نظرونو تبادله وکړه.

عطا محمد نور زیاته کړه، په دې کتنه کې د رای ورکولو د کړکېچن وضعیت د کابو کولو په موخه د سیاسي جریانونو ترمنځ د هماهنګۍ پر پراختیا خبرې وشوې او ټینګار وشو چې د ګډ دښمن د ماتولو لپاره د صفونو پیاوړتیا یوه مهمه وسیله ده.

د ښاغلي نور په وینا «پر دې سربېره د دغو غونډو پر دوام ټینګار او هوکړه شوې».

اړونده مقالې

دکمه بازگشت به بالا