افغانستانروستي خبرونه

د سره صلیب نړیوالې ټولنې رییس: جګړه به افغانستان ټوټه ټوټه کړي

د سره صليب نړيوالې ادارې رييس پيټر مورر څرګنده کړې ده، چې د افغانستان امنيتي وضعيت لا پسې پېچلی کېږي او جګړې به دغه هېواد په څو ټوټو وويشي.

نوموړي د يوې مرکې پر مهال زياته کړې ده، چې نښتې به د افغانستان د ټوټه ټوټه کېدو لامل شي، د دې هېواد وضعيت ورځ له بلې خرابېږي او بې امنيتي د ترورستي اقداماتو او ګڼو نورو داسې پېښو لامل شوی دی، چې خلک يې نه غواړي.

مورر وويل: «موږ په دې هېواد کې د امنيتي وضعيت په اړه اندېښمن يو، د افغانستان جګړه د دې باعث شوې ده، چې دا هېواد د تيکه تيکه کېدو پر درشل ودرېږي، او بې امنيتي زموږ او ستاسو پر وړاندې ده».

سرچينې ويلي، چې اوسمهال د افغانستان جګړو د يوې روښانه راتلونکې تمه پرېکړې ده، داسې جګړې چې ټول هېواد يې نيولی دی.

هغه ټينګار کړی چې افغانستان په يوه بې ثباته وضعيت کې قرار لري او جګړې ختمول د يوې سياسي حل لارې اړتيا لري.

د هغه په وينا، چې «که تاسو ۵ او ۱۰ کاله وړاندې پېښو ته پام وکړئ، پوهېږئ چې جګړې پېچلې شوې دي، خو هغه وخت نسبتا بيارغونه روانه وه. موږ هغه مهال وضعيت ډېر ښه درک کولی شو، چې هغه طرف طالب دی او دا طرف دولت او له دواړو سره مو اړيکه لرله. خو اوس دومره ډلې رامنځته شوې دي، چې موږ ورسره نا اشنا يو».

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا