اسلایدشوافغانستاند ورځې انځورسیاست

حقاني د یوناما له مشرې سره په کتنه کې: د هېوادونو داخلي مسایل باید د کډوالو لپاره ستونزې جوړې نه کړي

دید خبری آژانس: د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د یوناما له مشرې روزا اوتونبایوا سره په لیدنه کې ویلي، چې د هېوادونو داخلي مسایل باید د افغان کډوالو وضعیت اغېزمن نه کړي.

سراج الدین حقاني دغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ (قوس۱۲) په کابل کې وکړې.

حقاني زیاته کړه چې نړیوال اړخونه باید د «وسله والو جنایتکارانو» د کنټرول لپاره د طا-لبانو د هڅو ملاتړ وکړي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست له پاکستان څخه د افغان مهاجرینو اخراج ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې حکومت یې له ګاونډیانو سره لازم تدبیرونه او صادقانه چلند کړی او د ګاونډیو هیوادونو داخلي مسایل باید په دغو هیوادونو کې د افغان مهاجرینو د ستونزو لامل نه شي.

خبرپاڼه د اوتونبایوا له خولې لیکي، چې یوناما له نشه یي توکو سره د مبارزې او د شړل شویو کډوالو د مدیریت په برخه کې د طا-لبانو د هڅو ستاینه کړې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا