اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

جمهوررئیس غني له ډاکټر زلمي خلیلزاد سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد سره په ارګ کې وکتل.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد سره په ارګ کې وکتل.
د دید خبری آژانس په رپوت، په دغه کتنه کې د تاوتریخوالي د پام وړ کمولو پر جزئیاتو او د افغان حکومت له لوري د هغه د مدیریت د څرنګوالي په اړه بحث او خبرې وشوې.
جمهوررئیس د مونیخ له ناستې وروسته د والیانو، امنیتي او دفاعي سکتور رهبرۍ، د قول اردوګانو او ولایتونو امنیه قومندانانو او د ولایتي شوراګانو له مشرتابه او غړیو سره د سولې ترسره شوې مشورتي غونډې ګټورې او ارزښتمنې وبللې وې ویل، په دې اړه به د مشورو لړۍ دوام ولري.
ډاکټر خلیلزاد د هغو ګامونو په اړه چې د تاوتریخوالي له کمولو وروسته اخېستل کېږي، د هیواد جمهوررئیس ته معلومات ورکړل.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا