اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

بهرامي: طا-لبان د مسکو غونډه ترهګر بولي، خو کرمان نه

ډيډ خبري اژانس: په کابل کې د ایران پخواني سفیر د سرپرست حکومت پر دوه ګوني چلند د نیوکې ترڅنګ ویلي، چې د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزارت د مسکو پېښه تروریستي ګڼي، خو د کرمان پېښې ته یې د دې کلمې له کارولو ډډه وکړه.

په کابل کې د ایران پخواني سفیر محمد رضا بهرامي نن شنبه (۴ حمل) په خپل ایکس شیټ کې لیکلي چې د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزارت د مسکو پېښه په کلکو ټکو غندلې او دا یې یو «تروریستي» عمل بللی دی.

بهرامي زیاته کړه: دا په داسې حال کې ده چې دوی د کرمان د تیر کال په پیښه کښې د ترهګرو د کلمې له استعمال څخه ډډه وکړه او ټینګار یې وکړ چې دغه کلمه د لویدیځ محصول او په اسلامي هیوادونو د فشار اچولو وسیله ده.

د یادولو وړ ده چې داعش ترهګرې ډلې د ایران د قدس ځواکونو د قومندان جنرال قاسم سلیماني د یاد مراسمو په ترڅ کې څه د پاسه سل تنه ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا