افغانستانروستي خبرونه

احمد ایشچې: نو ایتلاف شخصي ګټو ته جوړ شوی دی

احمد ایشچې چې تازه له ترکيې راګرځیدلی دوستم ورته اوبو وړی ښکاری. ایشچي یې اوس هم په دې باور خوري چې عدالت به ورته رسیږي او د هغو کسان په پریکړه خواشینی دی چې له دوستم سره یو ځای شوي.

هغه له رسنیو سره په تازه خبرو کې ډاډ ښودلی چې د درې ګوندونو ایتلاف د دې په قضیه سیورې نه غوړوي. په ترکیه د جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ د عطامحمد نور او محمد محقیق ترمنځ ایتلاف چې باور کېږي په حکومت د فشار او امتیاز لپاره جوړ شوی له سختو نیوکو سره مخ دی. د جوزجان پخوانی والي احمد ایچشي چې د جنرال دوستم سرسخت مخالف دی د حزب وحدت، جمعیت او جنبش ملي ګوندونو ایتلاف بې ګټې بولي.

د جوزجان پخوانی والي احمد ایشچي : دوستم خو په اوس کې داسې یو کس دی لکه اوبو چې وړی وي او تاسو پوهېږئ، چې اوبو وړی ځګ ته هم لاس اچوي زه حیران دې ته یم، چې محمد محقق او عطا نور په دوستم څنګه باور کړی او له ده سره یو ځای شوي دي ما ددوی غوښتنې هم ولوستې د دوی غوښتنې ټولې شخصي دي نه د ملت په ګټه دي او نه ددې هېواد او حکومت.

ایشچې چې تازه له ترکيې را ګرځيدلی باور لري، چې په ترکیه کې جوړ شوی ایتلاف به یې په هغې قضې هېڅ ډول منفي اغېز ونه کړي چې څارنوالۍ کې د جنرال عبدالرشید دوستم پرخلاف د جنسي زورونې دوسیه پرانستې ده.

جنرال دوستم د درملنې په پلمه یوه میاشت وړاندې ترکې ته لاړه او د زوی د کوژدې په بهانه یې عطامحمد نور ، محمد محقیق ، صلاح الدین رباني ور وغوښتل او د حکومت په وړاندې یې ایتلاف جوړ کړ، هغه ایتلاف چې په کور دننه له غبرګونونو سره مخ دی    .

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا