اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

د امنیت شورا په غونډه کې د یوناما مشر: ملګري ملتونه هڅه کوي د طا-لبانو پالیسي بدله کړي

ډید خبري اژانس: د یوناما مشرې رزا اوتونبایوا د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وویل چې له طا-لبانو سره خبرې د تسلیمۍ په معنا نه دي.

اوتونبایوا د کابل پر وخت نن ماښام د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وویل چې زموږ هدف دا دی چې طا-لبان داسې لوري ته بوځي چې له نړیوالو قوانینو او افغاني کلتور سره سم عمل وکړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي په دې غونډه کې وویل چې دا خبرې ښيي چې ملګري ملتونه د طا-لبانو په اړه د پالیسۍ د بدلولو لپاره څومره هڅې کوي.

د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډه جوړه شوه. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي په دې ناسته کې راپور ورکړ.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازی وايي، افغانستان له نیمې پېړۍ راهیسې په جګړو کې دی او باید دا یقیني شي چې د خبرو دروازې پرې نه تړل کېږي.

هغه د افغانانو تر منځ پر خبرو اترو د ټینګار په ترڅ کې زیاته کړه: «د افغانستان خلک باید وکولای شي په یوه سوله ییزه ټولنه کې د نجونو په لیدو کې ژوند وکړي».

اوتنبایوا د طا-لبانو له چارواکو سره د ښځو د حقونو او د نجونو د تعلیم او د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو په اړه د اسلامي هېوادونو د استازو د ناستې او بحث په اړه خبرې وکړې. هغه هیله څرګنده کړه چې له طا-لبانو سره به دا ناستې دوام وکړي او نړیواله ټولنه به له دې ډلې سره تماس ونیسي.

مېرمن اوتونبایوا چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي ماموریت (یوناما) مشره هم ده، زیاته کړه چې له طا-لبانو سره د نړیوالې ټولنې تعامل باید د اسلامي هېوادونو په منځګړیتوب وشي.

اغلې اوتونبایوا ټینګار وکړ چې طا-لبان له کورني مشروعیت پرته نړیوال مشروعیت نه شي لرلی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا