اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

ملا محمد حسن آخند کابل ته راستون شو

ډيډ خبري اژانس: د طا-لبانو سرچینو اعلان کړی، چې د دوی لومړی وزیر ملا محمد حسن آخند له نږدې دوو میاشتو وروسته بېرته کابل ته راستون شوی دی.

د طا-لبانو لومړی وزیر ملا محمد حسن آخند نن دوشنبه (د سرطان ۲۶) له کندهار څخه کابل ته راستون شوی دی.

ملا محمد حسن آخند د ثور د میاشتې په پای کې د درملنې او استراحت لپاره کندهار ته ولاړ او د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د سرپرست صدراعظم په توګه وټاکل شو.

د طا-لبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي په یوه ټوېټ کې لیکلي، چې ملا محمد حسن آخند به کابل ته له راستنېدو وروسته د موقت حکومت د لومړي وزیر په توګه خپلې دندې ته دوام ورکړي.

تر دې مخکې د طا-لبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي و، چې ملا محمد حسن آخند د اختر په رخصتيو کې کندهار ته تللی و او هلته د ناروغۍ له امله استراحت کوي.

ملا حسن آخند د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې د طا-لبانو د موقت حکومت له جوړېدو راهیسې لومړی وزیر و.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا