اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

ارگ: پر ملکي وګړو او دولتي کارکوونکو برید بشري جنایت دی

د افغانستان دښمنانو پرون د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې د لوی څارنوالۍ ادارې د کارکوونکو پر موټر د تروریستي برید له امله د هغوی پنځه تنه شهیدان کړل.

د افغانستان دښمنانو پرون د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې د لوی څارنوالۍ ادارې د کارکوونکو پر موټر د تروریستي برید له امله د هغوی پنځه تنه شهیدان کړل.
جمهوررئیس غني د دغه جنایت د غندلو پر مهال وویل، پر ملکي وګړو او دولتي کارکوونکو برید بشري جنایت، د اسلامي ارزښتونو ضد عمل او د دښمنانو له لوري د تاوتریخوالي دوام د سولې پروسې د زیانمنولو هڅه ده.
جمهوررئیس زیاته کړه: طالبان باید له تاوتریخوالي لاس واخلي او د جګړې د پایته رسېدو او د تلپاتې سولې د تامین لپاره د افغان ولس او حکومت غوښتنه ومني.
د هیواد جمهوررئیس د دغې دردناکې پېښې د ارزونې په موخه اړوند ارګانونو ته د لازمو لارښوونو ترڅنګ د شهیدانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او همدردۍ ژور مراتب څرګندوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا