اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیمه

د تی تی پی ادعا: موږ د فبرورۍ په میاشت کې ۷۷ پاکستاني پوځیان ووژل

ډید خبري اژانس: تی تی پی یا تحریک طا-لبان پاکستانی ادعا کړې چې د فبرورۍ په میاشت کې یې لږ تر لږه ۷۷ پاکستاني امنیتي ځواکونه وژلي دي.

تحریک طا-لبان پاکستان په دې وروستیو کې ادعا کړې وه چې د پاکستاني امنیتي ځواکونو پر پوستو یې په برید کې ۷۷ کسان وژلي او ۹۵ نور یې ټپیان کړي دي.

دغې ډلې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یوازې د روان کال په فبرورۍ میاشت کې یې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر پوستو ۶۴ بریدونه کړي دي.

تحریک طا-لبان پاکستان (TTP) هم ویلي چې په دیره اسماعیل خان کې دغه بریدونه؛ جنوبي او شمالي وزيرستان، لکي مروت، پيښور، ملاکنډ، باجوړ، چمن، ليويډر او يو شمير نورو سيمو کې ترسره شوي دي.

TTP ادعا کوي چې په دې بریدونو کې یې د پاکستان پوځي موټر ویجاړ کړي او د امنیتي ځواکونو پوځي تجهیزات یې «لوټ» کړي دي.

تر اوسه د پاکستان حکومت د ټي ټي پي لخوا د خپرو شوو شمېرو پخلی نه دی کړی.

تر دې مخکې پاکستاني طا-لبانو اعلان کړی و، چې په ۲۰۲۳ کال کې په ټول پاکستان کې ۸۸۱ بریدونه شوي، چې په ترڅ کې یې تر ۲۱۹۳ ډېر پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

په پاکستان کې د ناامنیو له زیاتیدو وروسته اسلام اباد افغان طا-لبان له پاکستاني طا-لبانو سره په همکارۍ تورن کړل. هغه ادعا چې افغان طالبانو رد کړې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا