اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونهسیاست

په ټولو تعلیمي کچو کې د افغان نجونو پر پیاوړتیا د مسلمانو عالمانو ټینګار

دید خبری آژانس: د اسلامی ملګرتیا سازمان د علماوو پلاوی د طا-لبانو د پوهنې او د لوړو زده کړو له وزیرانو سره په کتنه کښې په ټولو ښوونیزو ډګرونو کښې د نجونو او هلکانو په تعلیم باندې ټینګار وکړ.

د اسلامي همکاریو سازمان په ایکس پاڼه (پخواني ټویټر) کې اعلان کړی چې د عالمانو پلاوي افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د پوهنې له وزیر مولوي حبیب الله اقا او د لوړو زده کړو له وزیر مولوي ندا محمد ندیم سره وکتل. او د نجونو پر تعلیم یې ټینګار وکړ.

په دغو کتنو کې دواړو لورو ټینګار وکړ چې د علماوو په اجماع سره زده کړه د نارینه وو او ښځو لپاره یو اسلامي فریضه ده.

دغه پلاوي د تاریخ په دې حساس پړاو کې د افغانستان د خلکو د اړتیا وړ ټولو تخصصونو او ټولو هغو تخصصونو ته چې د تاریخ په دې حساس پړاو کې اړتیا لري، د نجونو او هلکانو د جذبولو لپاره د ټولو هڅو په کارولو ټینګار وکړ.

د اسلامي همکاریو سازمان وايي، پلاوي په ټول هېواد کې د تعلیمي نصاب د تعدیل او د نجونو د زده کړو د خوندي چاپېریال د رامنځته کولو په برخه کې د دغو وزارتونو د هڅو په اړه بشپړ راپور واورېد.

د يادونې وړ ده، چې د طا-لبانو له واکمنۍ راهيسې تر شپږم ټولګي پورې نجونې له زده کړو منع شوې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا