اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

پاکستان امریکایانو ته دوه اډې ورکړي دي

ډید خبري اژانس: په هرات کې د بهرنیو چارو سرپرست وزارت د نمایندگی مرستیال رحمت الله فیضان ادعا کړې، چې پاکستان امریکایانو ته د افغانستان او ایران پولو ته څېرمه دوه اډې ورکړې دي.

په هرات کې دبهرنيو چارو سرپرست وزارت د نمایندگی مرستیال نن چهارشنبه (۲۹ حمل) د پاکستان دتحريک انصاف ګوند د غړي شيرافضل مروت له خولې وويل چې پاکستان په بلوچستان کې امريکا ته دوه پوځي اډې ورکړي دي.

ده وويل چې دغه اډې د افغانستان او ايران پولې ته څېرمه موقعيت لري.

فيضان په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل.

په دې وروستیو کې طا-لب چارواکو ادعا کړې چې پاکستان دغه هېواد ته د امریکايي بې پیلوټه الوتکو د ګزمې لپاره اډه ورکړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان تل په خپله خاوره کې امریکایانو ته د اډې ورکولو ادعاوې رد کړې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا