اسلایدشوافغانستانروستي خبرونه

ملي دفاع وزارت: په ننګرهار کې مو بریالي عملیات درلودل

چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې د روانو عملياتو په ترڅ کې د يو شمېر بهرنيانو په ګډون د داعش ١٩ وسله وال وژل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت وياند تورن جنرال دولت وزيرى وايي چې داعش وسله والو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د ننګرهار ولايت په پچير اګام ولسوالۍ کې اوښتې ده.
سرچينې زياته کړې چې  په ننګرهار او کونړ ولايتونو کې ١٩ داعش وسله وال وژل شوي دي.
د وزيري په وينا، د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې په وژل شوو داعشيانو کې د هغه د جلب و جذب مسوول مولوي ضياء الله، د تبليغاتو مسوول احمد سعيد او درې نور مهم مشران شامل دي.
بلخوا د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼى وايي چې د پچيراګام ولسوالۍ سليمانخېلو تنګي، الف خېلو او مرخانې سيمو کې له پرون راهيسې ١٩ داعش وسله وال وژل شوي .
د هغه د معلوماتو له مخې، په وژل شوو داعشيانو کې پاکستاني اتباع هم شامل دي.
د عملياتو پر مهال افغان ځواکونو ته کوم زيان نه دی.
داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا