اسلایدشوتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقیمهم مطالبنړۍ

عبداللهیان: د سیمې بې ثباتي د اسرائیلي رژیم او ملاتړو د نسل وژنې پایله ده

ډید خبري اژانس: د ایران د بهرنیو چارو وزیر د منځني ختیځ او اوکراین په اړه د امنیت شورا په غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته د خپل سفر په ترڅ کې وویل، سیمه ییزه بې ثباتي د اسرائیلي رژیم او د هغه د ملاتړو د نسل وژنې پایله ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان پرون (سه شنبه د دلو ۳) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د ګډون په موخه نیویارک ته سفر وکړ چې د فلسطین د مسئلې په اړه د نړیوالې سولې او امنیت تر سرلیک لاندې د بهرنیو چارو د وزیرانو په بلنه جوړه شوې وه.

عبداللهیان په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي: زما له ځینو همکارانو او نړیوالو چارواکو سره لیدنه د اجنډا په سر کې ده.

هغه وویل: د څه دپاسه ۲۵ زره فلسطینیانو شهادت، د لسګونو زرو کسانو ژوبلیدل او په غزه او لویدیځه غاړه کښې د لکونو خلکو بې کوره کیدل او په سیمه کښې د بې ثباتۍ خپریدل د اسرائیلي رژیم او ملاتړي یې د نسل وژنې نتیجه ده.

د یادولو وړ ده چې د ایران او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو د امنیت شورا د غونډې په څنډه کې د یولړ مسایلو په اړه د نظر تبادله وکړه.

دا غونډه د روسیې په غوښتنه ترسره شوه چې اوکراین ته د لویدیځو وسلو د استولو په اړه خبرې وکړي.

روسیه په دې باور ده چې اوکراین ته د لوېدیځو وسلو استول به یوازې جګړې ته شدت ورکړي او د شخړې د سوله ییز حل په ترلاسه کولو کې به مرسته ونه کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا