اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهشننه

د کابل د وزیر اکبر خان سیمې چاودنه یو خیانت و

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې چې په کابل کې یې د سفارت مخې ته د خونړي برید په اړه له وړاندې معلومات درلودل.

په دې تړاو د جرمني استخباراتو په یو رپوټ کې ویل شوي چې د جنورۍ میاشتې په اتلسمه؛ یعنې تر چاودنې پنځه میاشتې مخکې د المان پوځي استخباراتي ادارې (اېم اې ډي) د برید د پلان په هکله معلومات ترلاسه کړي وو. رپوټ زیاتوي چې هماغه مهال له دې څخه یادونه کېده چې د فاضله موادو د یوه ټانکر په واسطه برید پلان شوی دی او په دې اړه بیا بیا خبرداري ورکړل شوي وو. په رپوټ کې دا هم ویل شوي چې په ټانکر کې زر نه، بلکې لس زره کیلوگرامه چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي وو. د همدغو معلوماتو پر اساس جرمني د برید سیمې ته نږدې خپله یوه ودانۍ له کارکوونکو خالي کړې وه. ویل شوي چې دغه معلومات له افغان چارواکو سره هم شریک شوي وو.

اوس پوښتنه دا ده چې له داسې کره او پوره معلوماتو سره سره بیا ولې د دغه برید مخه ونه نیول شوه؟

دا هغه پوښتنه ده چې چارواکي یې باید په اړه ځواب ووايي او ان په دې اړه باید ځیني چارواکي تر عدلي تعقیب لاندې راشي. حکومت باید دا هم ووايي چې همدا ډول معلومات ورسره د جرمني استخباراتو شریک کړي وو او که نه. اوس خو ویل شوي چې شریک شوي، نو که دا خبره سمه وي، له شک پرته یو ستر خیانت شوی دی. که دغه معلومات زموږ له حکومت سره شریک شوي وي، نو دا بیا د عفلت معنا نه لري، بلکې دا معنا لري چې په قصدي ډول پرېښودل شوې چې دغه ډول برید وشي. دا بیا خیانت دی او هغوی چې دا خیانت یې کړی، باید سخته سزا وویني. په دې اړه قضاوت تر هغې وړاندې دی چې حکومت رسمي دریځ څرګند کړي. که معلومات نه وي ورکړل شوي، دا هم ستونزه ده؛ ځکه چې جرمني دلته سفارت لري، سرتېري لري، له افغانستان سره متحد هېواد دی او ان موږ ورسره تړونونه لرو. دا نو بیا بله پوښتنه ده چې ولې دا معلومات له افغان حکومت سره نه دي شریک شوي. په دې اړه باید جدي پوښتنې او څېړنې وشي. ستونزه او لاملونه یې باید پیدا شي او موږ باید د دغه وحشت پر طراحانو پوه شو او هغوی هم وپېژنو چې په دغه وحشت کې یې مرسته کړې ده.

کله چې دومره روښانه معلومات وي، حیرانوونکې ده چې دغه ډول پېښه دې وشي. معلومات بېخي روښانه او څرګند دي؛ شفر نه لري، ان واضح ویل کېږي چې برید به د فاضله موادو د ټانکر په واسطه کېږي او هدف هم روښانه دی. که څوک د استخباراتي چارو په الف او با هم پوه نه شي، کولی شي داسې ښکاره خطر درک کړي او د مخنیوي لپاره یې کار وکړي.

له دغه رپوټه ښکاري چې یو ستر خیانت شوی دی، دغه خیانت د پټولو نه دی او خلک یې هم زغملو ته تیار نه دي. په کار ده چې د دغه خیانت په اړه له چارواکو وپوښتل شي او هغوی چې د دغه خیات برخه دي، باید سخته سزا وویني.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا