اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیاروستي خبرونهسیاست

د قزاقستان او ترکمنستان د پلاويو په ګډون په کابل کې د سوداګرۍ درې اړخیزه غونډه جوړېږي

دید خبری اژانس: د صنایعو او سوداګرۍ سرپرست وزارت د دغه هیواد د لومړی وزیر د مرستیال په مشرۍ د قزاقستان د پلاوی د راتګ او له قزاقستان او ترکمنستان سره د درې اړخیزې تجارتی غونډې د ترسره کولو خبر ورکړ.

دغه وزارت نن چهارشنبه (د ثور ۵) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ترکمنستان او قزاقستان د پلاويو په ګډون په کابل کې د سوداګرۍ درې اړخیزه غونډه جوړېږي.

دغه وزارت د قزاقستان د پلاوي د سفر موخه «د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا او پراختیا، د افغان-قزاق نندارتون او د سوداګریزو اړیکو کنفرانس جوړول».

پرون ماښام د ترکمنستان یو پلاوی کابل ته راغی چې له طا-لبانو سره د سوداګرۍ او ترانزیت د پراختیا په اړه خبرې وکړي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، دغه پلاوی به کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغانستان-قزاقستان-ترکمنستان په درې اړخیزه غونډه کې د ترانزیت، سوداګرۍ او ګډې پانګونې د اسانتیاو د پراختیا په موخه جوړېږي.

وزارت د دې ناستې وخت نه دی روښانه کړی.

د صنايعو او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دغه وزارت سرپرست نورالدين عزيزي د ​​افغانستان، ترکمنستان او قزاقستان درې اړخيزې غونډې د سوداګريزو اړيکو د پراختيا او د ترانزيټي اسانتياوو د برابرولو په برخه کې مهمې وبللې او ويې ويل: له دې غونډو څخه باید ښې پایلې ترلاسه شي».

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا