اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

د مدنی فعالان بندیانو د خلاصون په اړه د ریچارډ بنټ او سهیل شاهین خبری اتری

ډید خبري اژانس: د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سهیل شاهین سره په دوحه کې د لیدنې خبر ورکړ.

د افغانستان د خلکو د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بنټ په یوه ټویټ کې ویلي چې په قطر کې یې د طا-لبانو د سیاسي دفتر له مشر محمد سهیل شاهین سره وکتل او په افغانستان کې یې د بشري حقونو د وضعیت په اړه نظرونه تبادله کړل.

بنټ لیکي: د نورو موضوعاتو تر څنګ مې د ښځو د حقونو په اړه خبرې وکړې، په شمول د تعلیم، د ماشومانو د حقونو او د بشري حقونو د مدافعینو د خلاصون او د عمومی بښنې د درناوي غوښتنه مې وکړه.

سهیل شاهین هم په یوه ټویټ کې ویلي چې دوی دواړه په دې باور دي چې د بشري حقونو راپورونه باید په افغانستان کې واقعیتونه منعکس کړي او بې پرې وي.

هغه زیاته کړه چې د کونډو، یتیمانو او معلولینو د هوساینې لپاره یې د طا-لبانو د کړنو په اړه بنټ ته معلومات ورکړل.

باید وویل شي، چې تر دې وړاندې د یوناما سیاسي مرستیال مارکوس پوتزل هم په قطر کې له شاهین سره کتلي وو.

باید وویل شي، چې قطر په دې وروستیو کې په دوحه کې د افغانستان د ښځو د حقونو په اړه د غونډې کوربه و.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا