روستي خبرونه

د طالب په نامه مو ولسي وګړي وژل

ويسا ورځپاڼې د برتانوۍ خپرونې ډيلي انډسنډي اکسپرس په حواله ليکلي، چې برتانوي سرتېرو افغانستان کې غير قانوني کړنې ترسره کړې دي. خپرونې د برتانيا د ځانګړو ځواکونو د يوه پخواني سرتېري له خولې ليکلي، چې «هغه مهال چې افغانستان کې شپني عمليات په پراخ ډول پيل شول، غيرقانوني وژنې د دوی په کاري دنده کې شاملې نه وې، خو هر وخت د دغو عملياتو پر مهال غير نظامي افغانان وژل کېدل، خو وروسته به په لوړه سطحه استخباراتو تاييد کړه، چې وژل شوي کسان ملکي وګړي نه، بلکې طالب قوماندانان وو».

يوه برتانوي سرتېري له رسنيو سره خبرو کې اعتراف کړی، چې په شپنيو عملياتو کې مو د طالبانو په نامه ولسي وګړي وژل. دغه سرتېری د برتانيا د ځانګړو ځواکونو غړی دی، چې افغانستان کې يې دنده ترسره کړې ده.

دغه سرتېري دا اعتراف وروسته له هغه کړی، چې د «ساس» په نوم د برتانيا پر ځانګړو ځواکونو دعوه وشوه، چې افغانستان کې يې د ماموريت پر مهال ملکي کسان وژلي او بيا يې د هغوی په اړه ناسم راپورونه ورکړي دي.

خپرونې د سرتېري په حواله ويلي، چې په ځينو مواردو کې د وژل شويو کسانو په څنګ کې وسله اچول کېده، تر څو وروسته ثابته کړی شو، چې هغوی ترهګر دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د برتانيا پخواني دفاع وزير سرګرالډ هاوارټ ويلي دي، چې د ځانګړو ځواکونو پر وړاندې د تحقيقاتو له پيل مخکې دې خورا پام وشي، ځکه دا به د هغوی حيثيت ته زيان واړوي.

د يادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم په ځلونو پر بهرنيو ځواکونو دغه ډول تورونه ثابت شوي دي، خو نه يې له امله کوم سرتېری محاکمه شو او نه د کوم تورن هېواد پر ضد اقدام وشو.

بل پلو د افغانستان ولس لا هم له دې وژونکې پديدې کړېږي او امريکايي او افغان ځواکونه د هېواد په نږدې ټولو ولايتونو کې شپني عمليات ترسره کوي، چې تر ټولو ډېره مرګ ژوبله په کې ولسي وګړو ته پېښېږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا