افغانستانروستي خبرونه

د دولت چورلکو داعش ته ولسې غورځولي

د جوزجان ولایت ولایتي شورا له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي چې د دې ولایت په درزاب او ورڅیرمه نورو ولسوالیو کې د افغان دولت چورلکو د داعشي ملیشو په سنګرونو وسلې غورځولې دي ـ دوی وایی که حالت داسې دوام وکړي نه یواځې حکومت به خپل ځان ته په خپله اور بل کړی وي بلکې ملت به هم د دې اور قرباني شي .

بلخوا د جوزجان ولایت د امنیې قوماندان رحمت الله ترکستانی داعشیانو ته د وسلو غورځیدل تائیدوي خو په وینا یې دا یوه فني تیروتنه وه چې دوی غوښتل دا وسایل خپلو ځواکونو ته ولیږدوي خو په وینا یې چې په  تیروتنه یې د داعشي ملیشو په پوستو غورځولي دي.

د نوموړي په خبره چې له یادو وسایلو یې څو صندوقه بیرته ترلاسه کړي خو سلګونه صندوقه وسلې بیا د دې ډلې منګولو ته رسیدلې دي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې هم داسې راپورونه خپاره شو چې په ننګرهار کې داعشي ملیشو ته د هوا له لارې سپکې، درنې وسلې او کوردینات رسیږي ،

د یادونې وړ ده چې په جوزجان ولایت کې د طالبانو دلیکو څخه یو جلا شوي دلګۍ مشر ځان د داعش پوري تړلی دی. طالبان او د سیمې چارواکې ادعا کوي چې امریکا او دولتي ادارې غواړي دطالبانو پر ضد دغه ډله تقویه کړي ترڅو د طالبانو پر ضد یې د اربکي سازي پروژې په څیر چې اوس له ماتې سره مخ ده وکاروي.

دسیمې د خلکو په وینا د دې ډلې هر جنګیالي ته د لسګونه زره میاشتنۍ تنخوا سره سره عصري پرمختللي وسایل اوتجهیزات ورکول کیږي، تر څو د جنګ په میدان کې ښه ثابت شي

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا