اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د جدي شپږمه؛ نن پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د پوځي یرغل کلیزه ده

د دید خبری آژانس: د جدي شپږمه یانې نن پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د ۱۳۵۸ کال د پوځي یرغل کلیزه ده.

په ياده نېټه د شوروي اتحاد ځواکونو په داسې حال کې، چې د افغانستان لاسپوڅی واکمن ببرک کارمل یې پر خپل ټانګ کینولی و، افغانستان ته راننوتل او د وخت د واکمن حفيظ الله امين له وژلو سره یې افغانستان اشغال کړ.
د شنونکو په باور، دغه وضعيت پاکستان ته ښه فرصت په لاس ورکړ، چې د امريکا په مشرۍ لويديځو هيوادونو او عرب متحدينو نه يې پریمانه مرستې ترلاسه او په ډېره برخه يې ځان پیاوړی او د اټومي ځواک څښتن او په لږو امکاناتو يې د شوروي خلاف جنګونکې افغان جهادي ډلې وپالي.
د هغه وخت د يو شمېر جهادي ډلو مشران مني، چې جګړه يې ګټلې، خو سياست يې بايللی او پاکستان تر بل هر هېواد د دوی له کورنۍ جګړې او د افغانستان له بې نظامه کولو ډېره ګټه کړې.
له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتو او پر ضد يې د طا-لبانو جګړې او د افغانستان د جمهوري نظام نسکوريدو ته په اشارې دا ډله تورنيږي، چې د شوروي ضدو جهادي ډلو له تېروتنو يې پند نه دی اخیستی او د هماغو ډلو په برخليک به اخته شي.
تمه کيږي، چې يو شمېر جهادي ډلې او د طا-لبانو حکومت به د شوروي د پوځي یرغل د کليزې په اړه غونډې او غبرګونونه ولري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا