اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

جمهوررئیس غني د کلکان، میربچه کوټ او قره باغ ولسوالیو د خلکو ستونزې واورېدې

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د ملي بحث په دوام نن له غرمې مخکې د کلکان، میربچه کوټ او قره باغ ولسوالیو د بېلابېلو اقشارو استازو سره په سلامخانې ماڼۍ کې، وکتل.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د ملي بحث په دوام نن له غرمې مخکې د کلکان، میربچه کوټ او قره باغ ولسوالیو د بېلابېلو اقشارو استازو سره په سلامخانې ماڼۍ کې، وکتل.
د دید خبری آژانس په رپوت، په پیل کې څارنوال نوراغا یوسفزي، قاري صبغت الله جلیلي، شرافت سالارزۍ، میرغلام جیلاني دروېش او طلامحمد د خبرو پرمهال په اړوندو ولسوالیو کې د ترسره شویو کارونو، علماو ته د پاملرنې او مخامخ د ولسونو د ستونزو د اورېدو له امله له جمهوررئیس څخه په مننې وویل، د اړوندو ولسوالیو امنیتي وضعیت د ډاډ وړ او ټولې ادارې فعالې دي. ولسونه له مسوولینو، معارف او خپلو امنیتي ځواکونو سره همکار دي.
یادو ویناوالو د څښاک اوبو، بندونو، ویالو اوکانالونو، وزګارتیا، روغتیا، معارف، د حج د سهمیې، د علماوو د مصئونیت،د کتابونو او ښوونکو د کمبود، تحصیلي بورسونو، د لاسي صنایعو، کرنې، ټرانسپورټ او نورې ستونزې له جمهوررئیس سره شریکې کړې.
هغوی د علماوو ښارګوټي، پل جوړولو، د ښځو لپاره د حرفوي زده کړو، اداري تشکیلاتو کې د عدالت د تامین، په مورنۍ ژبه د زده کړو اسانتیاو، د زورواکو، غیر مسوولو وسله والو او غاصبانو پر وړاندې د قانون د تطبیق، مېوو ته د بازارموندنې او د سړو خونو جوړولو، د درې ګونو ولسوالیو د علماو شورا د ودانۍ، وړکتون، د مجهز کتابتون، د کشمشو د پروسس فابریکې د ایجاد، د روغتون او کلینیکونو د تجهیز، د حقه الزحمه یي ښوونکو د رسمي کولو، د کرنې په برخه کې د عامه پوهاوي او استنادي دېوالونو په اړه خپل وړاندیزونه هم مطرح کړل.
جمهوررئیس غني د ویناوالو له ملي دریځ څخه په مننې وویل، د نننۍ ناستې موخه د ولسونو د ستونزو اورېدل او د مناسبو حللارو لټول دي. د لویې جرګې خېمې تالار کې جوړېدونکې غونډه کې به کابل ښاریانو او د ولسوالیو خلکو ته د راتلونکو اقداماتو او برنامو په اړه مفصل معلومات وړاندې شي.
جمهوررئیس غني وویل، د قره باغ ولسوالۍ د امنیت تامین ته به ځانګړې پاملرنه وشي او هیڅوک امنیتي ځواکونه د شخصي موخو لپاره نشي کارولی. هغه زیاته کړه، په راتلونکي کې زموږ زیات تمرکز د اوبو په مدیریت دی چې د کوچنیو بندونو جوړولو سره به د اوبو په برخه کې ستاسو ستونزې په اساسي توګه حل شي.
د هیواد جمهوررئیس څرګنده کړه، د برېښنا او معارف برخه باندې هم اساسي کار جریان لري، په نوي ښوونیز کال کې به اوه زره ښوونځي چې درې نیم زره یې د نجونو او درې نیم زره یې د هلکانو دي له نوې ټکنالوژۍ او نوري فایبر څخه برخمن شي. هغه زیاته کړه، د روغتیا وزارت په اوسنۍ بڼه او خدماتو باندې هم اساسي غور کېږي او په دې برخه کې باید پام وړ ښه والی او اصلاحات راشي.
جمهوررئیس د غونډې له ګډونوالو څخه وغوښتل چې په خپلو سیمو کې پر وخت او ښه کیفیت د تطبیق په موخه دې د پروژو د ولسي څارنې یو منظم میکانیزم رامنځته کړي. همدارنګه یې د نظام د ثبات په برخه کې د علماوو د رول مننه وکړه او وې ویل، علماو ته پاملرنه او د لا ډېرو اسانتیاوو برابرول زموږ له مهمو وجایبو څخه دي.
جمهوررئیس غني وویل، له فساد سره د مبارزې په برخه کې سپمول شوې ۲۲ میلیارده افغانۍ د جوماتونو په جوړولو او بیارغاونه او د شهیدانو کورنیو او علماوو ته د اسانتیاوو په برابرولو لګول شوي. هغه زیاته کړه، د ملي تدارکاتو کمېسیون په راتلونکې غونډه کې به د روضې شریفې د ترمیم او بیارغاونې برابر شوی پلان منظور او عملي شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا