اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

د سیمې امنیتي وضعیت؛ د سینټکام د قومندان او د پاکستان د پوځ د قومندان لیدنه

ډید خبري اژانس: د سینټکام قومندان راولپنډۍ ته د خپل سفر په ترڅ کې د پاکستان د پوځ له لوی درستیز سره د سیمې د امنیتي وضعیت او له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه نظرونه تبادله کړل.

د امریکا د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې (CENTCOM) مشر جنرال مایکل ایرک کوریلا نن دوشنبه (د اسد په دویمه) د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال عاصم منیر سره په لیدنه کې په سیمه کې د سولې او ثبات د رامنځ ته کولو لپاره د پاکستان د «پرله پسې هڅو» ستاینه وکړه.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو (ISPR) له مخې جنرال کوریلا په راولپنډۍ کې له جنرال منیر سره وکتل.

د پاکستان د پوځ په بیانیه کښې راغلي دي: د دغه سفر چارواکي له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې د پاکستان د پوځ د بریالیتوبونو او په سیمه کښې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د پاکستان د دوامدارو هڅو قدرونه وکړه.

خبرپاڼه زیاتوي: په دې کتنه کې د دوه اړخیزو ګټو، د سیمې د امنیتي وضعیت او دفاعي همکاریو په اړه خبرې وشوې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دواړو لورو په ټولو برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا په موخه پر خپلې خوښې ټینګار وکړ.

دا غونډه څو ورځې وروسته له هغې کېږي چې دواړو هېوادونو له طا-لبانو وغوښتل چې له افغانستانه د ترهګرو د خوندي ځالې په توګه د کار اخیستلو مخه ونیسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر تېره ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې طا-لبان باید له خپلې خاورې د تروریستي فعالیتونو د کنټرول مسوولیت په غاړه واخلي.

باید وویل شي، چې په پاکستان کې تروریستي بریدونو اسلام اباد په غوسه کړی او بیا د افغانستان په چارو کې د دغه هېواد ځانګړي استازي کابل ته سفر کړی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا