روستي خبرونهسیاستنړۍ

د تاشکند غونډه؛

اروپايي ټولنې په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی

ډید خبری اژانس: د اروپایی اتحادیې ځانګړی استازی وایی چې د تاشکند په غونډه کې یې په افغانستان کې د نارینه او ښځو په شتون سره د یوه ټول شموله حکومت پر جوړولو ټینګار وکړ.

اروپايي ټولنې په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی

د افغانستان په اړه د تاشکند غونډه د سه شنبې په ورځ (د اسد ۴مه) د ازبکستان په پلازمېنه کې جوړه شوه. په دې غونډه کې د امریکا په ګډون د څه باندې ۲۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي ګډون لري.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن وویل، چې په دې ناسته کې یې د یوه داسې مشروع او ټول شموله حکومت پر رامنځته کولو ټینګار وکړ، چې ټول افغان ښځې او نارینه په کې یو ډول وي او بېلابېلې سیاسي ډلې او قومي او فرقه ییزې ډلې په کې حضور ولري.
هغه په یو لړ ټویټونو کې لیکلي: ما د یوناما لخوا راپور شوي د بشري حقونو جدي وضعیت چې په کې د ښځو او نجونو، توکمیزو او فرقه ایزو ډلو په ځانګړې توګه د هزاره او شیعه ګانو او د رسنیو د ازادۍ په اړه راپور ورکړل شوی ټینګار وکړ.
نیکولسن زیاته کړې چې د افغانستان اقتصادي ننګونو ته د رسیدو لپاره د بودجې د شفافیت، د قانون حاکمیت او د افغانستان د مرکزي بانک د خپلواکۍ د تضمین لپاره د طا-لبانو اقداماتو ته اړتیا ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا