اسلایدشوافغانستانتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقیمهم مطالبنړۍ

په ایران کې د چاودنو په اړه غبرګونونه؛ عطا محمد نور: ترهګري یو سیمه ییز او نړیوال خطر دی

دید خبري آژانس: د جمعیت اسلامي گوند مشر عطا محمد نور په ایران کې د چهارشنبې د ماښام د خونړیو چاودنو په غبرګون کې، د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ په ترڅ کې ترهګري سیمه ییز او نړیوال خطر وباله او د هغې سره پر مبارزه ټینګار یې وکړ.

عطا محمد نور د چهارشنبې په ورځ (د جدی ۱۳مه) په کرمان ولایت کې د خونړیو چاودنو په غبرګون کې د یوه پیغام په خپرولو سره د ایران له حکومت او ملت سره خپله خواخوږي څرګنده کړه.

ښاغلي نور: «له بده مرغه خبر شوم چې د ایران په کرمان ښار کې د اسلامي انقلاب سپاه د پخواني قومندان قاسم سلیماني د شهادت د څلورم تلین په مراسمو کې د دوو چاودنو له امله لسګونه کسان شهیدان او ټپیان شوي دي».

د جمعیت اسلامي مشر د دې مطلب په دوام لیکلي چې ترهګري یو سیمه ییز او نړیوال خطر دی چې نن ورځ یې د نړۍ د اتباعو امنیت له ګواښ سره مخ کړی دی. له دې پدیدې سره مبارزه نړیوالې مبارزې ته اړتیا لري او د تروریزم ریښې باید له منځه یوړل شي، په افغانستان کې د طا-لبانو تر واک لاندې او په نورو ځایونو کې.

د یادولو وړ ده چې د ایران په کرمان ولایت کې د جنرال قاسم سلیماني د شهادت د څلورم تلین په مراسمو کې په دوو خونړیو چاودنو کې لږ تر لږه ۱۰۰ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا