اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

په افغانستان کې د پرمختګونو په اړه د قطري چارواکو او ملګرو ملتونو مشوره

ډید خبري اژانس: د یوناما مشر قطر ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له چارواکو سره د افغانستان د وروستیو پرمختګونو په اړه نظرونه تبادله کړل.

له ترهګرۍ سره د مبارزې او د شخړو د هواري منځګړیتوب لپاره د قطر د بهرنیو چارو د وزیر ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القحطاني پرون د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا او ورسره ملګري پلاوي سره وکتل.

دواړو لورو د قطر او ملګرو ملتونو ترمنځ د همکاریو او په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.

دا غونډه په داسې حال کې ترسره کیږي چې دوه کاله کیږي چې طا-لبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړی او د بشري حقونو او ښځو له حقونو څخه په پراخه کچه سرغړونې روانې دي.

باید وویل شي چې قطر د دوحې په تړون او په افغانستان کې د طا-لبانو په مقابل کې مهم رول لوبولی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا