اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا: په ټولنه کې د ښځو شتون د افغانستان د راتلونکي لپاره اساسي شرط دی

دید خبری آژانس: د ملګروملتونو د امنیت شورا د سینیرلی اوغلو د ارزونې له اوریدو وروسته په یوه بنده غونډه کې وویل چې د ټولنې په ټولو برخو کې د ښځو فعال شتون د افغانستان د راتلونکی لپاره اساسی شرط دی.

په ملګرو ملتونو کې د سویس دایمي ډیپلوماټیک استازي په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سه شنبې په ورځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي د خپلواکو ارزونو په اړه د تړلو دروازو تر شا غونډه وکړه.

په دې کتنه کې د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلی اوغلو د خپلو ارزونو په اړه امنیت شورا ته توضیحات ورکړل.

د سویس دایمي استازي لیکلي چې په دې غونډه کې د ټولنې په ټولو برخو کې د ښځو او نجونو شتون او فعاله ونډه د افغانستان د راتلونکي لپاره د اساسي شرط په توګه یاد شوه.

باید وویل شي، چې د افغانستان د وضعیت په اړه د سینیرلی اوغلو راپور په دې وروستیو کې د دغه هېواد د سیاستوالو او مدني فعالانو له نیوکو سره مخ شوی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا