اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقیمهم مطالبنړۍ

هند او امریکا له طا-لبانو وغوښتل چې په افغانستان کې د ټولو توکمونو بشري حقونو ته درناوی وکړي

د دید خبري آژانس د خبر له مخې، د هند او امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې له طا-لبانو غوښتي، چې پر خپلو ژمنو ودرېږي او بشري حقونو ته درناوی وکړي.

س. جی شنکر د بهرنیو چارو وزیر او د هند دفاع وزیر راج نات سینګ پرون په نوي ډهلي کې د دواړو هیوادونو د ۲+۲ ۵مې غونډې په څنډه کې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ آسټین سره وکتل او په بیلابیلو دوه اړخیزو مسلو او سیمه ایزو او نړیوالو مسایلو یې د نظر تبادله وکړه.

بیا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه ګډه اعلامیه کې چې د هند او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو خپره کړې، له طا-لبانو یې غوښتي چې پر خپلو ژمنو ودرېږي، څو د هرې ډلې یا فرد له‎خوا د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو د امنیت د ګواښلو مخه ونیسي.

دواړو خواوو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۲۵۹۳ (۲۰۲۱) پریکړه لیک ته اشاره کړې، چې له مخې یې د افغانستان خاوره د کوم هیواد د ګواښلو، برید، ترهګرو ته د پټنځایونو او روزنې، یا د ترهګریزو بریدونو د پلان او تمویل لپاره نه کارول کیږي.

وزیرانو له طا-لبانو هم وغوښتل چې د ښځو، ماشومانو او د اقلیتونو د غړو په ګډون د ټولو افغانانو بشري حقونو ته درناوی وکړي او د تګ راتګ ازادي وساتي.

دوی بشردوستانه مرستو ته په بې خنډه لاسرسي ټینګار وکړ او د افغانستان په اړه یې د مشورې ورکولو ژمنه وکړه ترڅو د ټولو افغانانو لپاره د یوه ټول شموله او سوله ایز راتلونکي په برخه کې مرسته وکړي.

د دواړو هېوادونو وزیرانو په ښکاره توګه ترهګري او تاوتریخجن افراطیت او د تروریستي پراکسيونو کارول او له ترهګرو سازمانونو سره لوژیستیکي، مالي او پوځي ملاتړ چې د نړیوالو بریدونو په ګډون د تروریستي بریدونو د ترسره کولو یا پلانولو لپاره کارول کېږي، په کلکه وغندل.

وزیرانو د القاعدې، داعش، لشکر طیبه او جیش محمد په ګډون د ټولو ترهګرو پر ضد د همغږي اقدام غوښتنه وکړه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا