اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

مسکو: افغانستان لا هم د ډله ییزو امنیتي تړون د سازمان غړو هېوادونو ته اصلي ګواښ دی

ډید خبري اژانس: د کارپوهانو د اټکلونو له مخې په افغانستان کې د خامو اپینو په تولید کې د ۸۰ سلنه کمښت په ترڅ کې د مصنوعي نشه یي توکو په تولید کې د پام وړ زیاتوالی راغلی او دغه مواد د CSTO غړو هېوادونو ته رسېږي.

پرون د روسیې د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي مرکز د روسیې د نړیوالې همغږۍ د مرکزي دفتر له غونډې وروسته اعلان وکړ چې افغانستان لا هم د ډله ییز امنیت د تړون د غړو هېوادونو پر وړاندې تر ټولو ستر ګواښ دی.

د روسيې د کورنيو چارو وزارت مرستيال اندري خراپوف د دې غونډې ګډونوالو ته وينا وکړه او يادونه يې وکړه چې د نشه يي توکو اصلي ګواښ اوس هم له افغانستان څخه دی.

هغه زياته کړه، چې د بېلابېلو کارپوهانو د اټکلونو له مخې، په دغه هېواد کې د خامو اپينو په توليد کې د ٨٠ سلنې کمښت ترڅنګ، د مصنوعي نشه يي توکو په توليد کې د پام وړ زياتوالى راغلى دى.

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې غونډه د سپټمبر له ۱۱مې تر ۱۵مې د CSTO د غړو هېوادونو په کچه جوړه شوې وه.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، څه باندې ۸۹۷ کیلوګرامه نشه يي توکي د ډله ییز امنیت د تړون د سازمان په غړو هېوادونو کې کشف او ضبط شوي دي.

دغه راز په دغو عملياتو کې د نشه يي توکو د اړوندو جرمونو ٨٥٤ قضيې د ٢٨ قضيو د قاچاق او د پيسو مينځلو د درېيو قضيو په ګډون کشف شوې دي.

دغه وزارت وايي، د نشه يي توکو د جرمونو په تور د ۶ بهرنیو اتباعو په ګډون ۳۹۹ کسان نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د يوه نړيوال سازمان د راپور له مخې، افغانستان په تېرو دوو کلونو کې د نشه يي توکو له توليد او قاچاق سره د مبارزې لپاره د نړۍ له هېوادونو څخه پيسې ترلاسه کړې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا