اسلایدشوافغانستانتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

ملګرو ملتونو طا-لبانو ته د افغانستان د دایمي استازي څوکۍ نه ده ورکړې

دید خبری آژانس: په دغه سازمان کښې د افغانستان د دایمی څوکۍ د برخلیک د ځنډولو په هکله د ملګرو ملتو د اعتبار د کمیټې پریکړه د عمومی اسمبلۍ له خوا تصویب شوه.

د ملګرو ملتونو د اعتباري کمېټې دغه پرېکړه پرون ماسپښين د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې د يوه پرېکړه ليک په صادرولو سره تصويب شوه.

د ملګرو ملتونو د اسنادو کمیټې د افغانستان د دایمي ماموریت په اړه دوه مختلف لیکونه ترلاسه کړي، یو په اګست میاشت کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي ماموریت د شارژدافیر نصیر احمد فایق له ادرس څخه او بل یې د سپتمبر په میاشت کې له د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په وروستۍ پریکړه کې راغلي دي: د مجلس رییس وړاندیز کړی چې د اعتباراتو کمیټه دې د میانمار او افغانستان د اسنادو ارزونه د راتلونکي لپاره وځنډوي.

د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې دا دریم ځل دی چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ طا-لبانو ته د افغانستان د دایمي استازي د څوکۍ ورکولو پریکړه ځنډولې ده.

په دې موده کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي ماموریت شارژدافیر نصیر احمد فایق د دایمي ماموریت د چارو مسؤل دی او د افغانستان په استازیتوب په غونډو کې ګډون کوي.

فایق د ملګرو ملتونو د دې پرېکړې په اړه رسنیو ته وویل: «تر هغه چې طا-لبان د افغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې د غوښتنو سره سم د ټولو افغانانو په تېره بیا د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي، د خلکو د ارادې او د قانون د حاکمیت پر بنسټ یوه هراړخیزه اداره رامنځته کړئ ن وای، هغوی په رسمیت پیژندلی نشی».

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان او میانمار د دایمي استازيتوب په اړه د پرېکړې ځنډېدل په دې معنا دي چې د دغو هېوادونو اوسني استازي کولای شي پر خپل ځای پاتې شي او کار ته دوام ورکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا