اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

د ډله ییز امنیت تړون د افغانستان په اړه غونډه کوي

د دید خبري آژانس د خبر له مخې د ګډو امنیتي تړون سازمان په نږدې راتلونکي کې د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه کوي.

د ډله ییز امنیتي تړون عمومي منشي د تاجیکستان د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو سره په کتنه کې وویل چې دغه سازمان به راتلونکې میاشت د افغانستان په اړه غونډه وکړي.

ایمان قلي تاسماګمباتوف په دوشنبې کې له سراج الدین مهرالدین او شیرعلي میرزا سره خبرې اترې وکړې.

تاسماګامباتوف په دې کتنه کې وویل چې د ګډو امنیتي تړونونو سازمان په میزان کې د افغانستان د وضعیت او د سیمې پر هېوادونو د هغې د اغیزو په اړه غونډه کوي.

د ډله ییز امنیتي تړون سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی په دې غونډه کې له افغانستان سره د تاجیکستان د پولو د امنیت پر ټینګښت خبرې وکړې.

د ګډ امنیتي تړون سازمان یو نظامي او امنیتي اتحاد دی چې روسیه، بیلاروس، قزاقستان، قرغزستان، تاجیکستان او ارمنستان یې غړي دي.

په همدې حال کې تاجکستان په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې د انصارالله جماعت څو تنه جنګیالي یې د دغه هېواد خاورې ته د ننوتلو پر مهال وژلي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا