اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د نجات ملي مقاومت شورا له ترکيې څخه د افغان مهاجرو د اخراج په اړه د بيا غور غوښتنه وکړه

ډید خبري اژانس: د افغانستان د ژغورنې ملي مقاومت شورا د ترکیې له خوا د کډوالو د ایستلو د پرېکړې په غبرګون کې له انقرې غوښتي چې د افغان کډوالو د اخراج په اړه دې پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي.

د ژغورنې ملي مقاومت شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ترکیې له حکومته غوښتي چې د افغانستان وضعیت ته په کتو دې له افغاني اسنادو پرته د کډوالو پر ایستلو له سره غور وکړي.

دغې شورا په خپله اعلاميه کې ليکلي: افغان کډوالو په هېواد کې د روان کړکېچن حالت او د طا-لبانو له ظلم، شکنجې او هدفي وژنو څخه د خلاصون له امله د ترکيې په ګډون نورو هېوادونو ته پناه وړې ده.

د مقاومت ملي شورا د افغانستان د اتباعو د څپې د زیاتوالي لامل د طا-لبانو بیا تسلط وباله او زیاته یې کړه: طا-لبانو ډلې ته د هیواد په سپارلو سره له افغانستان څخه د مهاجرت څپې یو ځل بیا په بې ساري ډول زیاتې شوې. او له دې سره سره په افغانستان کې د طا-لبانو له واکمنۍ سره بېکاري او بې وزلي زیاته شوه او پخواني امنیتي ځواکونه او د دولتي ادارو کارکوونکي، مدني فعالان او ښځې هم له جدي ګواښونو سره مخ شوې.

دغې شورا د ترکیې له حکومته وغوښتل چې د افغان کډوالو د ایستلو په اړه دې له سره غور وکړي.

د اعلامیې په یوه برخه کې لیکل شوي: د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت ملي شورا د خپلو چارو په اړه د دولتونو او هېوادونو د پرېکړو او کړنو ته د درناوي په ترڅ کې د ترکیې له حکومت څخه هیله کوي، چې د افغانستان د سل کلن دوست په توګه پاتې شي. په دې سختو ورځو کې هم له دوی سره مرسته وکړي، له افغان ولس سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي، د هغو افغان کډوالو په شړلو کې یې زغم او انعطاف ښودلی، چې په راستنېدو کې یې یو ځل د شکنجې، ګواښونو، تهدیدونو، زندان او مرګ خطرونه وي. یو ځل بیا د دوو هیوادونو او دوه وروڼو هیوادونو دوستي د پخوا په پرتله لا پیاوړې کړه.

باید وویل شي، چې ترکیې په دې وروستیو کې سلګونه افغان کډوال له دغه هېواده ایستلي او اندېښنې یې راپارولي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا