اسلایدشوروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان له دننه څخه د سیمې پر وړاندې ګواښونه راپورته کیږي

ډید خبري اژانس: د روسیې دفاع وزیر وايي، لوېدیځ په افغانستان کې له وسله والو ډلو سره چې د سیمې لپاره ګواښ دی، خپل تعامل زیات کړی دی.

د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو په مسکو کې په یوولسم نړیوال امنیتي کنفرانس کې ویلي چې لویدیځ په افغانستان کې له وسله والو ډلو سره خپل تماسونه زیات کړي او د افغانستان له دننه څخه لوی امنیتي ګواښ رامنځ ته کیږي.

شویګو: په افغانستان کې اوس د منځنۍ اسیا هېوادونو ته یو لوی امنیتي ګواښ راڅرګند شوی، چې نړیوال ترهګریز سازمانونه پکې نفوذ لري او غربي هېوادونه په هېواد کې د مېشتو پښتنو توکمونو پرته له نورو جوړو وسله والو ډلو سره په فعاله توګه کار کوي.

هغه زیاته کړه: په منځنۍ اسیا کې د روسیې د متحدینو [د امنیتي تړون د ډله ییز سازمان] امنیت د روسیې د دفاعي بنسټونو مهم لومړیتوب دی. نن ورځ، د سیمې لپاره اصلي ننګونې او ګواښونه د افغانستان له دننه څخه رامنځ ته کیږي، چیرته چې موږ د لسیزو راهیسې د متحده ایالاتو تر ملاتړ لاندې حکومت [د سقوط] وروسته د نړیوالو ترهګرو سازمانونو مخ په زیاتیدونکي نفوذ وینو.

د روسيې د دفاع وزير يادونه وکړه، چې لوېديځ هېوادونه له بېلابېلو غيرپښتنو توکميزو وسله والو ډلو سره اړيکې زياتوي.

د هغه په ​​وينا، د لوېديځ د کړنو موخه څرګنده ده. له یوې خوا زموږ د همکارانو په سرحدي سیمو کې د جګړې مرکز جوړېږي، له بلې خوا د جګړې د بې پرې کولو لپاره پوځي مرستې کېږي.

نوموړی زیاتوي، چې په دې کړنو کې د ولسي وګړو ګټې او د دولتي چارواکو ثبات په سمه توګه په پام کې نه دی نیول شوی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا