اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

د دوحې غونډه؛ جلالي: د طا-لبانو نه ګډون د دوی انزوا لا پسې ژوروي

دید خبری آژانس: د دوحې د غونډې له ترسره کیدو او د سرپرست حکومت د نه ګډون په اړه د کورنیو چارو پخوانی وزیر علی احمد جلالی وایی چې په دغه غونډه کې د طا-لبانو له ګډون څخه انکار د هغوی انزوا لاپسې ژوره کړی او د هغوی اعتبار کموی.

د افغانستان په چارو کې د یادو هېوادونو د استازو دوهمه ناسته چې د ملګرو ملتونو په کوربه توب په دوحه کې کېږي، نن یکشنبه (د دلو ۲۹مه) د طا-لبانو په نه شتون کې پیلېږي.

د کورنیو چارو پخوانی وزیر علي احمد جلالي وايي، د دوحې په غونډه کې د طا-لبانو له ګډونه انکار په نړیواله کچه د دغه ډلې انزوا لا ژوره کړې ده.

ښاغلي جلالي خبریالانو ته دا هم وویل چې دا «بې غوري» کولی شي د خبرو اترو د یوه اړخ په توګه د طا-لبانو اعتبار کم کړي.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړيو استازو دویمه غونډه نن په دوحه کې پیلېږي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو چارواکو د دوحې په غونډه کې رسنیو ته وویل چې په دې غونډه کې د طا-لبانو د مخالفو سیاسي جریانونو استازو ته بلنه نه ده ورکړل شوې.

په دې وروستیو کې د طا-لبانو مخالفو سیاسي ډلو په یوه ګډه اعلامیه کې په دې غونډه کې د خپلو استازو د ګډون غوښتنه کړې وه.

طا-لبانو هم دغه ناسته «بې ګټې» بللې او د «افغانستان د خلکو د قانوني استازي» په ګډون د خپلو مخکنیو شرطونو د نه پوره کولو له امله یې نه ده منلې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا