اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونه

د بشري حقونو ډلو په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د ثبت او څېړلو لپاره د یوه ځانګړي میکانیزم غوښتنه کړې ده

دید خبري آژانس: ملګرو ملتونو ته په یوه پرانیستي لیک کې د بشري حقونو شاوخوا ۶۳ ډلو په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو او جرمونو د څېړلو لپاره د یوه ځانګړي میکانیزم د رامنځته کېدو غوښتنه کړې ده.

د بشري حقونو ډلو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غړو او څارونکو هېوادونو ته د یوه لیک په استولو سره خپلې ۳ مهمې غوښتنې مطرح کړې دي.

دوی په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ د ماموریت د غځولو غوښتنه کړې ده.

د دې شورا په راتلونکې غونډه کې چې ټاکل شوې په اوو ورځو کې جوړه شي، د یوه خپلواک څېړنیز میکانیزم د رامنځته کېدو عاجله اړتیا د دې ډلو له نورو غوښتنو څخه ده.

دغه سازمان هم په افغانستان کې د ښځو او نجونو د برخلیک په اړه د خبرو پر دوام ټینګار کړی دی.

په لیک کې راغلي: موږ په ټولیز ډول په افغانستان کې د یوه خپلواک تحقیقاتي میکانیزم د رامنځ ته کولو غوښتنه کوو چې دا ظلمونه مستند کړي، عاملین یې حساب کتاب وکړي او په نهایت کې د بشري حقونو د سرغړونو په مخنیوي کې مرسته وکړي.

دوی ویلي چې په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د بشري حقونو د مدافعینو، ژورنالیستانو، هنرمندانو او پخوانیو حکومتي چارواکو په وړاندې د انتقامي وژنو، اعدامونو، شکنجو، خپلسري نیولو او جبري بې درکه کولو کې د اندېښنې وړ زیاتوالی راغلی دی.

د يادونې وړ ده، چې د طا-لبانو له واکمنۍ راهيسې نجونې او ښځې د زده کړو، تګ راتګ او کار له حقه بې برخې شوي او پراسرار وژنې هم زياتې شوې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا