اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثروستي خبرونهسیاست

داعش د کابل په لوېدیځ کې د چاودنې مسوولیت منلی دی

ددید خبري آژانس: داعش ډلې تېره شپه (د ثور ۱) د کابل ښار په لوېدیځ کې د چاودنې مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

داعش ډلې په خپله اعلامیه کې ادعا کړې، چې د شیعه ګانو یو موټر یې د طا-لبانو له پوستې څخه د تېرېدو پر مهال د مقناطیسي بم په وسیله په نښه کړی، چې په پایله کې یې ۱۰ ملکي وګړي او طا-لبان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د کابل ښار د دریمې امنیتي حوزې اړوند د «کوټه سنګي» په سیمه کې چاودنه شوې ده.

د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، چاودنه په یوه «مرسیډیز» ډوله مسافر وړونکي موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین له امله شوې او د چاودنې له امله د موټر چلوونکی وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

د کابل په لویدیځه حوزه کې تر دې وړاندې هم څو ځله د ښاري موټرو موټرونه په نښه شوي دي.

داعش د ډېرو دغو بریدونو مسوولیت منلی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا