اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثروستي خبرونه

اوچا په اوو ولایتونو کې د سېلابونو له امله د ۷ کسانو د وژل کېدو او د سلګونو کورونو د ویجاړېدو اعلان وکړ

ډید خبري اژانس: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي، د افغانستان ۷ ولایتونه د سېلابونو له امله تر ټولو ډېر زیانمن شوي دي.

OCHA په دې وروستیو کې په یوه راپور کې ویلي چې د مارچ په ۲۹ او ۳۰ په ټول افغانستان کې سختو بارانونو له ۱۵۰۰ جریبه زیاته کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې او په اوو ولایتونو کې یې تر ۵۴۰ ډېر کورونه او نورې مهمې زیربناوې زیانمنې کړي چې په کې شپږ پلونه او ۴۵۰ کیلومتره سړکونه هم زیانمن شوي دي.

د اوچا د لومړنیو راپورونو او ارزونو له مخې هغه ولایتونه چې تر ټولو زیات زیانونه یې فاریاب، ننګرهار او دایکندي دي.

اوچا زیاته کړه چې دا دریم ځل دی چې د افغانستان شمالي سیمې له یوې میاشتې څخه په کمه موده کې له سیلابونو سره مخ کیږي.

د دغه راپور پر بنسټ، سختو بارانونو چې د مارچ له ۲۱مې او ۲۶ تر ۲۷ نېټې وشول، ۷ تنه مړه او ۳۸۴ کورنۍ اغېزمنې شوې.

د افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره (ANDMA) هم خبر ورکوي، چې د دایکندي ولایت په ۷ ولسوالیو (استرلي، کجران، میرامور، نیلي، پټو، سنګ تخت، شهرستان) کې سیلابونو ۲۳ کورونه ویجاړ کړي او ۵۶ کورونه یې سخت زیانمن کړي دي.

لومړني راپورونه ښيي چې تر سلو ډېر څاروي له منځه تللي، څه باندې سل جريبه کرنيزه ځمکه زيانمنه شوې، پنځه پلونه ويجاړ شوي او ٤٥٠ کيلومتره سړکونه ويجاړ شوي دي.

د ننګرهار ولایت په ۱۱ ولسوالیو (اچین، بټي کوټ، ده بالا، دور بابا، جلال اباد، کامه، لعلپورې، مومندرې، نازیان، شینوارو) کې هم اورښتونو شاوخوا ۱۰۵ کورنۍ زیانمنې کړې دي.

لومړني راپورونه ښيي چې د سېلاب له امله ۱۰ کورونه ویجاړ شوي او ۴۰ کورونه سخت زیانمن شوي دي.

په ننګرهار ولایت کې شاوخوا ۸۰۰ جریبه فصلونه او کرنیزې ځمکې له منځه تللي او تر ۲۰۰ زیات څاروي له منځه تللي دي.

په نورستان ولايت کې لومړني راپورونه ښيي چې له واما څخه نورستان ته غځېدلې لويه لاره د يوې ډبرې د ښويېدو له امله تړل شوې او يو روغتيايي کلينيک هم په يوه برخه کې زيانمن شوى دى.

د ارزګان، پروان، کابل، بدخشان، تخار، کونړ او بغلان ولایتونه هم زیانمن شوي دي.

اوچا وايي چې هغه د شریکانو سره په همکارۍ د اړتیاو ارزولو لپاره ۷ ټیمونه ګمارلي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا