افغانستانروستي خبرونهنړۍ

امریکا افغانستان ته ۵۰۰۰ نور سرتېري رالېږي

ځلاند-د امريکا دفاع وزارت يا پنټاګون د سرتېرو هغه شمېر معلوم کړی دی، چې په راتلونکې کې به يې افغانستان ته راولېږي.

امريکايي رسنيو د دې هېواد د دفاع وزير جيمز ميټس له خولې خبر ورکړی دی، چې د افغانستان په اړه د امريکا نوې ستراتېژي د پوره کېدو په حال کې ده او له مخې به يې افغانستان ته ۵۰۰۰ نوي سرتېري واستول شي.

ميټس ويلي دي، چې د افغانستان په اړه په نوې ستراتېژۍ کې يو شمېر بدلونونه راوړل کېږي، چې پاکستان او نورو هېوادونو ته به هم شامله وي.

هغه زياته کړې ده، چې شاوخوا ۵۰۰۰ سرتېري ښایي افغانستان ته ولېږل شي.

ويل کېږي چې له نوې ستراتېژۍ سره سم افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د ماموريت په څرنګوالي کې هم بدلونونه رامنځته کېږي.

افغانستان کې دا مهال ۸۵۰۰ امريکايي او څو زره نور بهرني سرتېري مېشت دي، چې په بېلابېلو ولایتونو کې د جګړې رهبري او په جګړه کې ګډون کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا