افغانستانروستي خبرونه

اجرایه رییس د بهرنیو ځواکونو د ډېرېدو هرکلی کړی دی

جرایه رییس ډاکټر عبدالله افغانستان ته د لا ډېرو بهرنیو سرتېرو د راتګ هر کلی کړی دی. نوموړي پر خپله فیسبوک پاڼه له ناټو مننه کړې چې افغانستان ته یې د زرګونه سرتېرو د لېږلو پرېکړه وکړه. د عبدالله عبدالله په وینا، د ناټو ددفاع وزیرانو پرېکړې وښوده چې نړیوال له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغانانو تر څنګ ولاړ دي او دغه جګړه به لا جدي شي.

نوموړي په داسې حال کې ددغه ځواکونو د راتګ هر کلی کړی دی، چې ډير افغانانو او سیاسیون په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور دوام د هېواد او سیمې په زیان بولي او ددوی په وینا دا چاره کولی شي د سیمې د هېوادونو حساسیتونه را وپاروي او دلته نیابتي جګړې ته لمن ووهي. خو اجرایه رییس بیا د ناټو غړو هېوادونو ددغه پرېکړې هر کلی کړی دی او هغه یې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې ګټور ګام بللی دی.

د ناټو ددفاع وزیرانو د پنجشنبې ورځې په غونډه کې، پرېکړه وکړه چې افغانستان ته به زرګونه سرتېري لېږي خو لا هم ددغه سرتېرو شمېر کره شوی نه دی. ناټو دمګړی په افغانستان کې د ۱۳زرو په شاوخوا کې عسکر لري چې له دې ډلې ۸۴۰۰ یې امریکایان دي

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا